جمعه, ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
یهوديان او د هغوی ملاتړي به د غندنو، نیوکو او خبرو اترو له لارې بدل نه شي

(ژباړه)

خبر:

پر لبنان د یهودي رژيم بمبارونه لا هم روان دي او د دغه رژيم جنګي الوتکې لا هم د لبنان په فضا کې الوتنې کوي. همدارنګه اسرائیلو ګواښ کړی چې تر غزې وروسته به د لبنان پر وړاندې یوه ویجاړوونکې جګړه پیل کړي.

تبصره:

د لبنان پر بېلابېلو سیمو د یهودي رژيم بمبارۍ دوام لري. د دغو بمباریو له امله خلک ټپي او وژل کېږي، کورونه ورانېږي او زرګونه کسان بې‌کوره کېږي. همدارنګه رژيم د یوې ویجاړوونکې جګړې او پر لبنان د برید ګواښ کړی او موخه یې دا ده چې د لبنان خلک بې‌کوره او کډوال کړي. په مقابل کې ملګري ملتونه چوپ پاتې دي او د لبنان حکومت یوازې د بمباریو د درولو لپاره پر خبرو او تسلیمېدو بسنه کړې ده. په داسې حال کې چې یهودي رژيم د دغو بریدونو لپاره د غربي هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا له وسلو څخه ګټه اخلي او لا هم د هغوی له پرله‌پسې ملاتړ څخه برخمن دی.

موږ د دغو تېريو په مقابل کې پر لاندې ټکو ټینګار کوو:

۱. روانې پېښې یو ساده سرحدي ناورین نه دی او نه هم یوازې تیت‌پرک بریدونه دي، بلکې د اسلامي امت پر ضد د یهودي رژيم د اشغالګرې پروژې یوه برخه ده. د هغوی موخه د شام او مصر د سیمو نیول او د «ستر اسرائیل» د خوب پلي کول دي. په داسې حال کې چې د لبنان حکومت د جدي پرېکړو توان نه لري، یوازې د غندنې او اندېښنې تش شعارونه ورکوي او په ورته وخت کې پر هغو کسانو فشار راولي چې د خپلو سیاستوالو پر خیانت نیوکه کوي.

۲. خبرو اترو یا مذاکراتو ته پرله‌پسې بلنې، په حقیقت کې له شرعي او جهادي مسوولیت څخه تېښته ده؛ ځکه دغه کړنې په یوه ډول د اشغال د واقعیت او د سرحدونو د ګواښ منل بلل کېږي.

۳. رښتینې حللاره دا ده چې د مسلمانانو صفونه د جهاد تر بیرغ لاندې متحد شي او د نبوت په منهج د خلافت دولت په چوکاټ کې اسلامي ژوند بېرته پیل شي، نه دا چې پر غربي هېوادونو، ملګرو ملتونو او یا له دښمن سره د «مذاکراتو» پر غوښتنو تکیه وشي.

۴. د بمباریو او بې‌کوره کېدو دوام ښيي، چې یهودي رژيم له هر ډول محدودیت څخه ځان خلاص ګڼي، ځکه هېڅ داسې قوي او اغېزناک اسلامي غبرګون نشته چې هغوی ووېروي او د دغو بریدونو درولو ته یې اړ کړي.

موږ هیله لرو چې الله سبحانه وتعالی به ژر تر ژره خپله ژمنه د یهودي دولت په له منځه وړلو او د اسلامي خلافت په تاسیس سره پوره کړي؛ هغه خلافت چې د اسلامي خاورو تر منځ به مصنوعي سرحدونه له منځه يوسي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ.﴾ [ یوسف: ۲۱]

ژباړه: او الله (سبحانه وتعالی) پر خپل امر برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.

لیکوال: شیخ ډاکتر محمد ابراهیم

۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادي الاول ۳مه

۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۲۵مه

ژباړن: صهیب منصور

Last modified onجمعه, 07 نومبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې